Banner

ګرديزکې دنوم ليکنې بهيرپيل شو

06.11.2008 10:21

په پکتياولايت کې دروانوټول ټاکنوله پاره دنوم ليکنې بهيرپيل شو.
په پکتياولايت کې دټول ټاکنوسيمه ييزدفترمسؤل حمزه احمدزي روزخبري آژانس ته وويل: (( ددې ولايت په ديارلسوولسواليوکې دنوم ليکنې اوولس مرکزونه پرانيستل شوي اونن دلړم په ١٥مه يې په کارپيل وکړ چې يوه مياشت به دوام وکړي.))
دپکتياولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عصمت الله علي زي روزخبري آژانس ته وويل: (( موږ دنوم ليکنې دمرکزونوساتلوله پاره تياري نيولې ترڅودناوړه پيښومخنيوى وشي.))
دګرديزښاراوسيدونکي شل کلن دوست محمدچې په ټاکنوکې يې دګډون په موخه کارت اخيستى ؤ،روزخبري آژانس ته وويل: (( خوشاله يم چې دلومړي ځل له پاره مې درايې ورکولوکارت واخيست.))
يادولووړده چې پکتياولايت دټول ټاکنودکميسيون له خوا دڅلوروپړاونوڅخه په دوهم پړاوکې دى چې دنوم ليکنې بهيربه يې يوه مياشت دوام وکړي.

ساحل: پکتيا
 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.